خوست؛ د موسی خېلو ولسوالۍ د والیبال سیالۍ د مزغوره لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدارسیون په چوکاټ کې د موسی خېلو ولسوالۍ د غلانګ ځوانانو له لوري د والیبال سیالۍ د مزغوره لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغه سیالیو کې له مختلفو سیمو څخه شلو لوبډلو ګډون کړی و، چې نیږدې پنځلس ورځې یې دوام وکړ.
د دغې سیالیو په پایلوبه کې مزغوره لوبډلې خپلې سیالې د سړو اوبو عنایت لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
باید یادونه وشي چې په پای کې غوره لوبډلوږ او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
