خوست؛ کرړو لوبډلې د يووالي په نوم د ټېپ بال ټورنمنټ اتلولي وګټله
د خوست ولایت تريزيو عليشېرو ولسوالۍ په بلاووټ باغ سيمه کې د همدې سيمي د ځوانانو له لوري، د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال ټورنمنټ د کرړو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
د ولسونو د يووالي په نوم دغه ټورنمنټ چې درې مياشتې يې دوام وکړ د خوست د بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ د پکتيا لوبډلو هم پکې ګډون درلود.
د ياد ټورنمنټ پايلوبه د کرړو او ګل اکبر خپلواک لوبډلو ترمنځ وشوه، د کرړو لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې ١٧١ منډې وکړې.
په مقابل کې یې د ګل اکبر خپلواک لوبډلې ۱۶۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر وبایلله.
