د هیواد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډله د پارالمپیک آسیا جام سياليو له دويم مقام ګټلو وروسته هيواد ته راستنه شوه

org_admin
Tue, May 16 2023 9:19 AM
د هیواد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډله د پارالمپیک آسیا جام سياليو له دويم مقام ګټلو وروسته هيواد ته راستنه شوه

د افغانستان د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډله د پارالمپیک آسیا جام مقدماتي سیالیو کې له لوبېدو او دویم مقام ګټلو وروسته هيواد ته راستنه شوه.

په همدې موخه په جوړیو شوو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رییس داد محمد پاینده اختري، د یاد ریاست د ریاست دفتر رييس او مالي چارو سرپرست محمد الله احساس، د همدې ریاست د نشراتو رییس او ویاند اتل مشواڼي، ورزشي مسولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په پیل کې د نوموړي ریاست عمومي رییس عبدالودو حقاني ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټولو هیوادوالو ته د دغې لویې بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: په نړیواله کچه د افغانستان سپورټي برخه له زیاتو ننګونو سره مخ ده؛ خو په معنوي لحاظ وینو چې ورزشکاران مو له بریالیتوبونو سره خپل هیواد ته راګرځي او ویاړونه راوړي. ښاغلي حقاني له معلولو ورزشکارانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د دوی د دغو لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رییس داد محمد پاینده اختري د ورزشکارانو ستونزو ته په کتو د یادې بریا په پار خوښي څرګنده کړه او د معلولو ورزشکارانو د ستونزو د حل په برخه کې یې ژمنه وکړه، چې تر خپل توان پورې به د دوی ستونزو ته رسیدګي کوو.

ورپسې د ویلچر باسکېټبال فدراسیون رییس شکرالله ځيرک خبرې وکړې او ټولو هیوادوالو ته یې د دغې بریا د مبارکۍ ترڅنګ د دوو لویو لاسته راوړنو زیری ورکړ چې لومړی خپله شکرالله ځیرک په دغو سیالیو کې په نړیواله کچه د معلولو ورزشکارانو د طبقه بندۍ د مسولیت سند ترلاسه کړی و او دویم داکتر تمیم نظري و چې د اسیا او اقیانوسیې زون په کچه یې د لوبڅارۍ سند ترلاسه کړی و. ښاغلي ځيرک په پای کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دوی غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړی او ورپسې یې د سرې میاشتې له ټولنې څخه مننه وکړه چې د دغې لوبډلې سپانسري یې په غاړه اخیستې وه.

باید یادونه وشي چې افغانستان په دغو سیالیو کې په پرلپسې توګه پنځو هیوادونو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ او پایلوبه کې یې خپلې سیالې د کویټ هیواد لوبډلې ته په دوو نومرو ماتې ومنله او د دغو سیالیو دویم مقام یې ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې له دې سیالیو وروسته د افغانستان د ویلچر باسکېټبال لوبډلې په چین هیواد کې د اسیایي سیالیو لپاره چې په ۲۰۲۳ کال کې به ترسره شي لاره پیدا کړه او ګډون به پکې وکړي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS