د کام ایر والیبال لوبډلې په دویم پړاو سیالیو کې یمن ته ماته ورکړه

د کام ایر والیبال لوبډلې د بحرین هیواد د اسیا د کلبونو سیالیو په دویم پړاو کې یمن هیواد ته نن درې/ صفر ماته ورکړه.
د یادې سیالي د میدانونو سکور له ۲۵/۱۸، ۲۵/۱۷ او ۲۵/۲۲ پایلې سره د کام ایر په ګټه پای ته ورسېد. تېره ورځ د کام ایر لوبډله توانېدله وه، چې هانګ کانګ ته هم درې/ صفر ماته ورکړي.
د کام ایر لوبډله به سبا خپله درېیمه د دویم پړاو سیالي د هانګ کانک او ټایلنډ لوبډلو له ګټونکې لوبډلې سره ترسره کړي ترڅو دیارلسم مقام خپل کړي.