په کندهار کې د کامبډ سامبو ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکړل شول

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کامبډ سامبو فدراسیون له لوري د کامبډ سامبو ۳۵ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکړل شول.
په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د کندهار ولايت ورزشي مسوولینو، د کامبډ سامبو روزونکو او ګڼو ننداچيانو ګډون کړی و.
هېره دې نه وي چې اوس مهال په کندهار کې د کامبډ سامبو پنځه کلبونه فعال دي او شاوخوا ۳۰۰ کسان پکې په ورزش بوخت دي.