د کندز په ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او کورش فدراسيون له لوري د دغه رياست په ورزشي لوبغالي کې د ۳۰ جوړو پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د ځوانانو او نويو ځوانان ترمنځ په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې شعيب، مزمل، قاري سمیع الله، مراد بېک او روح الله په ترتيب سره په ۸۳٫۷۷٫۵۰٫۴۰٫۳۵ وزنونو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
دغه سياليو د غوره پهلوانانو د موندنې په موخه ترسره شوې چې په برياليتوب سره پای ته ورسېدې.
