هلمند؛ د پارکو ملي سیالیو لپاره ولایتي لوبډله وټاکل شوه
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او پارکو فدراسیون په همکارۍ د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکو دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د لویانو او ځوانانو ګټګوریو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې له جملې یې محمد حسن، احمدالله او وحید الله د لویانو او حبیب الله، وحیدالله او احسان الله د ځوانانو له کټګوریو څخه، د هیواد په کچه د ملي سیالیو لپاره غوره او وټاکل شول.
همداراز باید یادونه وشي چې په دغو سیالیو کې د کال غوره ورزشکار وحیدالله هاشمي وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې دغه شپږ کسیزه لوبډله به د هلمند ولایت په کچه په ملي سیالیو کې ګډون کوي.
