په کابل کې د ختیځ زون په کچه د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسیون له لوري د لومړي ځل لپاره د یاد ریاست په ۲۵۰۰ جمنازیوم کې د ماشومانو، تنکیو ځوانانو، نویو ځواناو او لویانو د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د همدې ریاست فني او ملسکي رېیس عبدالمومین راد، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مشاور قاري حیات الله رحماني او د یاد ریاست د مشورتي بورډ غړو ګډون کړی و.
په دغو سیالیو کې په مختلفو وزنونو کې سیالۍ ترسره شوې او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول، د المپیک ملي ورځې او لوی اختر نمانځنه وه.
په دغو سیالیو کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه په پام کې نیول شوي دي.
