کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د دشت ارچي ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ به د استقلال، پېروزي ځوانانو، رجب قرلق، استقلال ځوانان، قرلق او تاجک قشلاق لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پېروزي ځوانانو او استقلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې پېروزي ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ د لیګ په ډول ترسره کېږي او درې اوونۍ به دوام وکړي.