شاهین لوګر لوبډلې د کابل د چهاراسیاب ځوانانو د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ او د لوګر ولایت د ځوانانو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې څو ورځې وړاندې د چهار اسياب په ورزشي لوبغالي کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پرون د شاهين لوګر لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې.
دغه سيالۍ د دواړو ولايتونو د ځوانانو ترمنځ د يووالي، پيوستون او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې.
د ټورنمنټ پای لوبه د شاهین لوګر او ستاره ګان چهاراسیاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د شاهین لوګر لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړي.