بادغیس؛ طوفان خراسان لوبډلې د قادس ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ اړوند کلیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، پرون د طوفان خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
په دې سیالیو کې د طوفان خراسان، شاهین قدس، ستاره ګان قدس، اتحاد قدس، انصار عالي لېسې او د کوهستان جهان دوستا لوبډلې د ځوانانو د هڅونې او تر کلیو د ورزش رسوونې په موخه یو له بل سره ولوبېدې.
د طوفان خراسان لوبډلې د ډېرو امتیازونو په ګټلو سره د سیالیو لومړی، شاهین قدس دویم او ستاره ګان لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ووېشل شوې.