نورستان؛ په نورګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په لارښوونه د نورګرام ولسوالۍ په ننګراج کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې مامو الف، مامو ب، درین، ازهار، هیبت لام، ننګراج الف، ننګراج ب، ډاکور، سندروا، پشه ګر، تک، ورنتا، پنده کچی، هوجم کوت، ننګراج لیسه، کله ګوش لوبډلو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د مامو الف او درین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پایله کې درین لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې ترلاسه کړه.