کندهار؛ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ميا صاحب لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري په غازي محمد ايوب خان لوبغالي کې د ۱۶ (ب) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د مياصاحب لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته ميا صاحب او محب افغان لوبډلو لار موندلې وه، لوبه لومړی مساوي او په دويمه برخه کې ميا صاحب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵-۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل وو.
پا پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د ورزشي مسولينو له لوري کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.