میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او چک ولسوالۍ ورزشي کمېتې په همغږۍ په چک بازار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ولیبال سیالۍ د مبشر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د مبشر او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مبشر لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او اتفاق یاد شوی دی.