په غور کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

په غور ولایت کې د والیبال فدراسیون استازولۍ د غور ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت په همکارۍ په ولایتي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل کړې.
په دې سیالیو کې د جام غور، لمر، اتلان، شاروالي او شاهین او درخشان لوبډلو ګډون کړی دی.
لومړۍ لوبه د درخشان او جام غور لوبډلو ترسره کړه چې د ۳/۲ میدانونو په توپیر د درخشان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دې سیالیو موخه سپورت ته د ځوانانو هڅول دي چې ټاکل شوې ده یوه اوونۍ به دوام وکړي.