هلمند؛ په باباجي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین اتلانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ شاهین اتلانو لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۵۰ منډې هدف کېښود، بل لوري ته بست ساتونکو لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اور کې پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د باباجي ولسوالۍ دا سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کېږي او درې اوونۍ به دوام وکړي.
