زابل؛ په مرکز قلات کې ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه وروتړل شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د سامبو او کورش ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه او سندونه ورکړل شول.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې یاد ولایت ورزشي مسولینو، د رسنیو استازو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
هېره دې نه وي چې د دغو مراسمو په اوږدو کې د ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې.