په لوګر کې د کونګ فو لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د شهید ظیاء الدین جام په نوم د کونګفو د سویلي زون سیالیو لومړی پړاو د پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، خوست، غزني او لوګر ولایتونو د ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.
د دې سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست مشرتابه پلاوي، د لوګر ولایت د سپورت مسوولینو، د کونګ فو فدراسیون مسوولینو او ګڼ شمېر مینه والو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ پیوستون و.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د ځوانانو او تنکيو ځوانانو په عمري ډلبندیو او بېلابېلو وزنونو کې ترسره کیږي.
