زابل؛ د مرکز قلات ښار اتحاد لوبډلې د شاجوى ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

د زابل ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د دې ولایت په شاجوى ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټبال پيل شوې سيالۍ د مرکز قلات ښار اتحاد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د ځوانانو ترمنځ د يووالي په نوم په دغو سياليو کې چې د مرکز قلات او شاجوى ولسوالۍ څلور لوبډلو برخه لرله، چې په پايلوبه کې د مرکز قلات ښار اتحاد لوبډلې د شاجوى ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د ٤-٠ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
يادې سیالۍ چې د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه پیل شوې وې څلور ورځې يې دوام وکړ.