شاهین لوبډلې د غور ولایت د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
په غور ولایت کې د واليبال فدراسیون او د غور ورزش امریت په ګډه همکارۍ پیل شوې د والیبال سیالۍ له نهه ورځې دوام وروسته د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دې ټورنمنټ کې شپږو لوبډلو برخه اخیستې وه، پای لوبه د شاهین او ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او د۳ـ۱ میدانونو په توپیر د شاهین لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
ددې سیالیو په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکاران د مسؤلینو له لوري وستایل شول.
