په جوزجان کې د شطرنج منتخبې سیالۍ پای ته ورسیدې

په جوزجان کې د شطرنج فدراسیون او سپورت امریت په همکارۍ د ۵۰ تنو لوبغاړو ترمنځ د شطرنج منتخبه سیالۍ چې یوه اوونۍ وړاندې د سپورت امریت د غونډو په تالار کې پیل شوې وې، پای ته ورسيدې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو، او لویانو په عمري ډلبندیو کې، ملي سیالیو ته د چمتووالي او ګډون په موخه ترسره شوې.
د سياليو په پایله کې د جوزجان ولايت د شطرنج منتخبې لوبډلې ته دوولس غوره لوبغاړي وټاکل شول.