په بادغیس کې د رستمي غیږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولایت د کورش فدارسیون استازولۍ د سپورټ امریت په همکارۍ د ۷۶ تنو پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږ نیونې سیالۍ ترسره کړې.
په دې سیالیو کې د ځوانانو او لویانو په عمري ډلبندیو کې له ۶۰ تر ۱۰۰ کیلو وزنونو لرونکو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په دغه ولایت کې د سیمه ییزو لوبو پراختیا وه.
په پای کې ګټونکي لوبغاړي د مسؤولینو له لوري وستایل شول.