په بادغېس کې د سطرنج ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغېس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او شطرنج فدراسيون په همکارۍ د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د سطرنج ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو په کټګوريو کې ترسره شوې او موخه يې د ياد ولايت په کچه د منتخو لوبغاړو ټاکل و، چې په پايله کې د ياد ولايت په کچه پنځه کسيزه لوبډله وټاکل شوه.
هېره دې نه وي چې دغو سياليو يوه اوونۍ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزشي مسوولينو له لوري ګډون کوونکو لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.