په کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ پیل شوې

د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ووشو په مرکزي روزنیزو کلپ کې د ۲۲ کلبونو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د ډلبندیو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
دا سیالۍ په بیلابېلو وزنونو کې پیل شوې چې موخه یې د ووشو ورزش وده او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول دي.