پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او خواجه خېلو ځوانانو له لوري د مرکز ښرنې په خواجه خېلو سيمه کې د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کاليزې په وياړ، د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې د پکتيکا مرکز او ولسواليو د لوبډلو سربېره، د پکتيا او غزني ولايتونو لوبډلو هم ګډون کړی، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ ورځ دوې سيالۍ ترسره شوې، په لومړۍ لوبه کې مټاخان ولسوالۍ لوبډلې شمشېر لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه، همداراز په دويمه لوبه کې پايندي کلا لوبډلې عمبر خېلو لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه وه.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه د ازادۍ ورځې لمانځل او ځوانانو ته سالمې تفریح برابرول دي۰
