په هرات کې د ITF تکواندو څلور څلویښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسیدې

په هرات کې د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د ورزش ریاست په همکارۍ ددې برخې څلورڅلویښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
برخه والو ورزشکارانو د کوچنیانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو په عمري ډلبندیو کې په فردي او او ډلییزه توګه د یوه بل په وړاندې سیالۍ وکړې.
د سیالیو موخه د هرات ولایت د ای ټي ایف تکواندو لوبډلې د غوره ورزشکارانو ټاکل او د ځوانانو ترمنځ ددې ورزش وده وه.
په پای کې ۳۰ تنه د هرات د ایف ټي ایف تکواندو منتخبه ولایتي لوبډلې لپاره وټاکل شول.