لغمان؛ لوکاړ A لوبډلې د الینګار ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د لغمان ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د والیبال فدراسیون له لوري د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ د لوکاړ کلي ځوانانو په مالي ملاتړ د والیبال ټورنمنټ د لوګاړ A لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دغو سیالیو کې ۲۴لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پایلوبې ته یې د لوکاړ A او ادهار لوبډلو لار وموندله، په پای کې لوکاړ A لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د " ۳-۰" میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ پایلوبه یې وګټله.
د یادو سیالیو موخه له نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو ترمنځ يووالی و.
په اخېر کې د لغمان د ورزش امریت له لوري لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شوې.