پکتیا؛ د خپلواکۍ دویمې کالیزې په ویاړ د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون له لوري د خپلواکۍ اخیستلو د دویمې کالیزي په ویاړ د مرکز ګردېز ښار په بلند منزلو سیمه کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په اوله ورځ د څلورو لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې، چې لومړۍ لوبه د بېنوا او پارک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نوموړې لوبه د " ۳-۰" میدانونو په توپیر د پارک لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
همداراز په دویمه لوبه کې د ګلاب او نیازیو لوبډلې سره مخ شوې، چې دغه لوبه بیا د " ۲-۱ " میدانونو په توپیر د نیازیو لوبډلې وګټله.
یادې سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي، چې موخه یې خلکو ته د ازادۍ اخیستلو او د دې نعمت د ساتلو فکر ورکول دي.