لغمان؛ په علیشنګ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په لارښوونه د علیشنګ ولسوالۍ په ګنجوړ کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د علي خېلو او خواجه کلیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې علي خېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او موخه یې د خپلواکۍ د دویمې کلیزې لمانځل، د امنیتي ځواکونو ملاتړ او همدارنګه د ځوانانو ترمنځ یووالي دی.
