د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فوټبال جام سیالۍ د ښکلو هنرونو د انسټیټیوټ په اتلولۍ پای ته ورسیدې
د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فوټبال جام سیالۍ، چې د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ د کالیزې په مناسبت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سیالیو په پایلوبه کې د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ او د کابل اتو میخانیک اکاډمۍ لوبډلې سره مخ شوې، چې په پایله کې د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ لوبډلې خپل سیالۍ لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د جام اتلولي یې هم وګټله.
د پایلوبې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسؤولینو ترڅنګ، د هېواد د بدني روزنې او سپورت لوی ریاست مسؤولینو هم ګډون کړی و.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته بیلابېلې ډالۍ هم ووېشل شوې.
