د پلازمینې کابل د شمالي زون د ۴۰ کلبونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې

د هېواد د پهلوانۍ د ملي فدراسیون له لوري د پلازمینې کابل د شمالي زون د ۴۰ کلبونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې د ۱۲، ۱۳، ۱۴ کلونو له تنکیو ځوانانو د ملي لوبډلې د غړو ترڅنګ۸۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې ده او د بدني روزنې او سپورت ریاست په مرکزي ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره کیږي.
د دې سیالیو موخه د پهلوانۍ ملي سیالیو ته د کابل شمال زون له کلبونو د غوره ورزشکارانو په ګوته کول دي او درې ورځې به دوام ولري.a