د دایکندي ګیټي ولسوالۍ په کیسو بازار کې د تیږي غورځولو سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د ورزش امریت د ولسوالیو چارو مدیریت له لوري د ګیتي ولسوالۍ د ورزش مسوول په مرسته د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږي غورځولو سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د محلي – دودیزو سیالیو ودې او پرمختګ په موخه په دایکندي ولایت کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې جمشید وفایي لومړی، نصرت الله دویم او شمس الله درېیم مقام ترلاسه کړ.
