ارزګان؛ په چورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال سیالۍ د کیطو ځوانانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د ورزش امریت له لوري د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سیالۍ چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د ۲۸ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې د کیطو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې له نشه یې توکو سره د مبارزې په نوم پیل شوې وې پایلوبه یې د کیطو ځوانانو او سعادت ساتونکو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې سعادت ځوانانو د لوبډلې پچه وګټله چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې ۱۲۰ منډې وکړې.
په مقابل کې د کیطو ځوانانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د لس ویکټو په توپیر د لوبې په ۸ اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.
محمدیوسف د ۹۰ منډو په کولو سره د پایلوبې د غوره لوبغاړي، شرف الدین د ۳۶۰منډو په کولو سره د ټورنمنټ، قدرت الله د ۲۴ویکټو په اخیستو سره د غوره بالر، شېرعلي د غوره ویکټ ساتونکي او محمد یوسف د غوره الرونډر جایزې ترلاسه کړلې.
په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.