په پنجشیر کې له هرات سره د خواخوږۍ جام په نوم د بکسنګ سیالۍ ترسره شوې
په پنجشیر ولایت کې له هرات ولایت سره د وروستۍ غمیزې په موخه د خواخوږۍ جام سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د پنچشیر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په کوربتوب د پروان، کاپیسا، بامیانو او کابل ولایتونو د ۷۰ بوکسکرانو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې پنجشیر ولایت لومړی مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د دریو کټګوریو تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
