په لغمان کې د ۲۲ کلبونو ترمنځ د واليبال سیالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش امريت او د واليبال فدراسيون په همغږۍ د واليبال د ۲۲ ثبت کلپونو ترمنځ د واليبال سيالۍ د دې ولایت په ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې.
یادې سیالۍ، چې پنځه ورځې به دوام وکړی، په لومړنۍ لوبه کې یې علینګار منتخبې لوبډلې د نکزایي ځوانانو لوبډلې ته ۲/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
د يادو سياليو موخه د هرات، بادغيس او فراه ولايتونو زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته او د واليبال فدراسيون د غير راجستر شوي کلپونو ثبتول او راجسترول دي.
