پکتیکا؛ د مرکز ښرنې د والیبال سیالۍ د حضرت بلال لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او پوهنې ریاست په ګډه همغږۍ د ۲۴ لېسو د لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حضرت بلال لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د مرکز ښرنې په عالي بابا لېسه کې ترسره شوې، په پایلوبه کې د حضرت بلال لېسې لوبډلې خپلې سیالې محمد خېل لېسې لوبډلې ته ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د یادو سیالیو موخه د لېسو د لوبغاړو ترمنځ همغږي او ټولنیزې اړیکې رامنځته کول وو.