په ننګرهار کې د څلورو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د هرات ولایت د وروستۍ غمیزې له شهیدانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ په پار د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
هېره دې نه وي چې د یاد ولایت د ورزشي ریاست د مسوولینو له لوري د دغې ورزشي برنامې ترڅنګ څو نورې ورزشي برنامې هم ترسره شوې.