په کندهار کې د کورش پهلوانۍ د غوراوي سیالۍ ترسره شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رایاست او کورش پهلوانۍ د فدراسیون له لوري د یاد ولایت په کچه د ۱۲ غوره پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د کندهار ښار په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې ترسره شوې، چې په پایله کې له یادو ۱۲ پهلوانانو څخه د نوموړي ولایت په کچه په مختلفو لوبډلو کې شپږ کسه منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
