ميدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون په همغږۍ په مرکز میدان ښار کې د فوټبال د ۱۸ کلنو د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امید وطن لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پای لوبی په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې د امید وطن او شاهان جلرېز لوبډلې سره مخ شوې، چې د امید وطن لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په توپیر خپل سیالی ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ د مینې او محبت فضا رامنځته کول دي.