زابل؛ شيخ متي بابا لوبډلې د محمد هوتک په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د دې ولایت په مرکز قلات ښار کې، د محمد هوتک په نوم د څلور لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ د شيخ متي بابا لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د شيخ متي بابا لوبډلې د ٢-١ ميدانونو په توپیر هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې سياليو کې د شيخ متي بابا، هېواد، شيخ متي ب او لب دريا لوبډلو برخه لرله.
په پاى کې د زابل ولايت د ورزش امريت له لوري ورزشکارانو ته ورزشي توکي هم ورکړل شول.
