سرپل؛ په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د میني فوټبال سيالۍ پيل شوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري ګوسفندي ولسوالۍ په اتحاد ايوبي فوټسال ميدان کې د دې ولسوالۍ د بېلابېلو کليو د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د میني فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په لوبه کې نوجوانان ملکان او صياد او بيک تبار A لوبډلې سره لوبېدلې، د دې دواړو لوبډلو لوبه د ٧-١ ګولونو په توپیر د صياد ازبيک تبار لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د دې سياليو موخه د دې ولسوالۍ د منتخبي لوبډلې لپاره د فوټبال غوره څېرو په ګوته کول دي.
ټاکل شوې دغه سيالۍ به تر راتلونکو دوو اوونيو دوام وکړي.
