میدان وردګ؛ په ميدان ښار کې د ۴ کلبونو ترمنځ د جوجیتسو تشویقي سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د جوجیتسو فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکز ميدان ښار کې د ۴ کلبونو ۲۵جوړو ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د یاد ولایت د ۴کلبونو شاهین میدان ښار ، تندر، جوانان مرکز او پیروزي نمبر۱ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د شاهین میدان ښار کلپ وکولی شوای د ۵ طلا مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړي.
د دغو سياليو موخه د جوجیتسو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول دي.