پکتيا؛ د کيک بکسنګ منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د کيک بکسنګ فدراسیون له لوري د کيک بوکسينګ ١٤٠٢ کال منتخبې لوبډلې ړ غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د پکتیا په مرکزي سټډيوم کې ترسره شوې، د مرکز ګردېز او ولسواليو له کلبونو څخه ٣٠ ورزشکارانو پکې ګډون درلود، چې په پايله کې يې لس تنه غوره ورزشکاران د پکتیا ولایت د کيک بوکسينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
