ایران کې د ورزش ادارې هیئت؛ له تهران، مشهد او قُم ولایتونو وروسته سمنان کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ناسته وکړه

ایران ته د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو او اختلافاتو د حل او ورزش د پراختیا په موخه د الميیک ملي کمیټې او سپورټ ریاست درې کسیز هیئت له ورزشکارانو سره د ناستو پر دوام، د یاد هیواد په سمنان ولایت کې د اوو ورزشي رشتو له مسئولینو او مخکښو ورزشکارانو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
یاد هیئت په ایران کې د ورزشکارانو ترمنځ د شته ستونزو او اختلافاتو د ختمولو په موخه د یاد هیواد د تهران، مشهد او قُم ښارونو ترڅنګ داځل سمنان ولایت ته هم سفر وکړ.
په دې ناسته د ورزشکارانو د شته ستونزو او اختلافاتو په اړه د هغوی نظرونه او وړاندېزونه واورېدل شول او د ورزش ادارې د هیئت له لوري د ورزش د رهبرۍ په استازيتوب ډاډ ورکړل شو، چې د دوی یادې ستونزې او غوښتنې به تر راټولولو وروسته د ورزش ادارې له رهبري سره شریکې کړي.
په دې غونډه کې افغان مهاجر ورزشکاران اتحاد او یووالي ته راوبلل شول او پر هغوی یې غږ وکړ، چې ټول به په ګډه د یو واحد نظام تر چتر لاندې د هیواد پرمختګ لپاره کار کوو.