پکتیکا؛ په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او نېزه وهنې فدراسیون د نمایندګۍ له لوري د شپږو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې یو ورځنی سیالۍ د غازي لوبډلې په لومړي مقام ګتلو سره پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د سه ګاني او غازي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې غازي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۳۵ نومرو ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول یاد شوي او په پای کې اتلې لوبډلې ته د ورزشي مسوولینو له لوري یو سېرلی د ډالۍ په شکل ورکړل شو.