په کابل کې د مسلکي سوک وهنې سياليو لومړی پړاو ترسره شو.

په کابل کې د مسلکي سوک وهنې سياليو لومړی پړاو ترسره شو. په دې لوبو کې شپاړلسو لوبغاړو په بېلابېلو وزنونو کې له يو بل سره مقابله وکړه. دا لوبې د AGC سازمان له لورې د څلورو هېوادونو روسيې، ايران، بلاروس او افغانستان لوبغاړو ترمنځ د ورزش رياست په جمنازيم کې ترسره شوې. د يادولو ده چې د دې لوبې نندارې ته د المپیک د ملي کمېټې او بدني روزنې او ورزش رياست مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي او تر زرو زياتو مينه والو ننداره کړې.