کابل؛ د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د آس‌ځغلونې خزاني جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
Thu, Dec 07 2023 7:25 PM
کابل؛ د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د آس‌ځغلونې خزاني جام سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست تر چتر لاندې د آس‌ځغلولو فدراسیون له لوري د پلازمېنې کابل په حضوري چمن کې د دې رشتې خزاني جام سیالۍ د ۱۲ولایتونو د ۲۵ آس‌ځغلوونکو ترمنځ په ۶۰۰ متري واټن کې پیل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

دآس‌ځغلونې خزاني جام دا سیالۍ د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او المپیک ملې کمېټې په مالي مرسته پیل شوې، چې پرانیسته یې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رئیس دادمحمد پاینده اختري، د المپیک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور هوتک، د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست د مقام د دفتر رئیس مولوي اسدالله بري، د بدني روزنې او سپورټ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي، اړوندو مسوولانو، ورزشکارانو او د آس ځغلوونې ګڼو مینه والو په شتون کې وشوه.

د یادو سیالیو د پیل مراسمو ته د هیواد دورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل، چې د آس ځغلونې له دې سیالیو یې موخه په هیواد کې د سنتي او دودیزو لوبو پراختیا او پیاوړتیا ده. د ښاغلي وثیق په قول چې د هیواد د ورزش اداره په ټول توان هڅه کوي چې په هیواد کې مړې او له پامه لوېدلې لوبې بېرته راژوندۍ او عامې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دویزو لوبو په لړ کې به په نږدې ورځو کې د وزلوبې د لیګ پرانیسته هم وکړي او د هیواد ټولو ورزشکارانو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره یې په چوپړ کې ده او د دوی له ملاتړه به لاس وانخلي. ده وویل، چې خپلو ټولو شته ته امکاناتو ته په کتو به په هیواد کې د ورزش د عامېدلو لپاره کار کوي.

دغه راز د المپیک ملي کمېټې اجرئيوي رئيس او د آس‌ځغلونې فدراسیون رئيس دادمحمد پائينده اختري هم د یادو سیالیو د پرانیستې مراسمو ته وویل، چې دا د سږ کال د مني لومړنۍ پړاو سیالۍ دي، چې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو پکې شاخوا ۲۵ تنو آس ځغلوونکو برخه اخیستې ده. ښاغلي اختري زیاته کړه، چې د دې سیالیو موخه په هیواد کې د دودیزو لوبو غوړونه او د ښو آسونو موندل دي او په خبره يې په دې سیالیو سره به د آس ځغلونې وړ ورزشکاران ومومي او د آس ځِغلونې ملي لوبډلې ته به یې جذب کړي.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ په ۶۰۰ مترۍ واټن کې ترسره کیږي، چې سبا جمعه به پای ته ورسیږي او ګټونکو ورزشکارانو ته به یې نغدي جایزې او ستاینلکیونه هم ورکړل شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS