زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د کی ون کيک بوکسنګ سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د يووالي په نوم د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کی ون کیک بوکسنګ سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د محيب الله او احمد غلامي روزنکو ۱۵ کسيزو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پايله کې د روزونکي احمد غلامي لوبډلې د يادو سياليو لومړی مقام ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ياد ولايت د ورزشي امريت له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې