ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کنفتوا نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونو او همکارۍ د کنفتوا فدراسیون د مسوولینو له لوري وړمه ورځ د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د کنفتوا لوبې نندارې او نمایشونه ترسره شول.
ورزش ته د خلکو هڅول او سالمه تفرېح د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې د کنفتوا په دې نمایشاتو کې ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼو ننداره چیانو ګډون کړی و.