زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې، چې لومړی مقام پکې د استاد نادر کلب ورزشکارانو وګاټه.
فول رزم ورزشي برخې ته وده او ملي سیالیو ته د ورزشکارانو ظرفیت لوړول د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې غوره لوبغاړو ته د هڅونې په موخه د مسوولینو له لوري مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.